لراوبر ډاټ کام ، د لراوبر افغانستان نښلوونکې ويبپاڼه | www.Larawbar.com | Afghan News Portal
Connecting both sides of the Durand Line
لر او بر ويبپاڼه په نړۍ او لوی افغانستان کي د پښتنو تر منځ د اړيکو د پراختيا، يووالي او يو موټي کېدو ته د رسيدوپه لاره کي د هڅو او خدمت په موخه د دې ويبپاڼي د بنسټ اېښودونکي عبدالله احسان تر يو کلن کوښښ، هڅو او د پښتو ژبي له زيات شمېر ليکوالو، پوهانو او خواخوږو سره تر سلا مشورو وروسته د ۲۰۰۷ کال د سپټمبر پر ۱۹ - نېټه د پښتو ژبي د نومياليو عالمانو، پوهانو او ملي شخصيتونو په لاس د معاصر افغانستان د ۲۶۰ – مي کاليزي په مناسبت د يوه جوړ سوي نړۍ وال علمي سيمينار په ترڅ کي د جرمني هيواد په هورت ښار کي پرانيستل سوه.
د لراوبر ويبپاڼي مرکزي دفتر په هالنډ کي دئ، د نړۍ په بېلابېلو هيوادونو او د لوی افغانستان په مختلفو ښارونو کابل، پېښور، کندهار، کوټه، ننګرهار او يو شمېر نورو ځايونو کي سيمه ايزي څانګي، استازي، قلمي همکاران او خبريالان لري.
د ډيرو مالوماتو لپاره زموږ ويبپاڼه وګورئ www.larawbar.net