د ښایسته او ښه اخلاقو لرونکی، په ښکلا مَین شاعر
هیله من ژوندی د ګل مر خان زوی د خوست ولایت مرکز متون ګینګینۍ کلی کې زیږیدلی دې. اوس مهال د خوست مرکز اړوند قلموال مېنه کې استوګن دی.
تر څلورم ټولګي پورې یې زده کړې په الفتحه عالي او مرکزي لیسه کې سرته رسولي خو! له دې وروسته یې پاتې زده کړې نصرت مینه عالي او مرکزي لیسه کې په ۱۳۹۷ ه ش کال بشپړې کړې دي. اوس مهال د اقتصاد پوهنځي محصل او د پیغام ادبي بهیر مشر دی. د شعر په ښاپیرۍ له ماشومتوبه ورمات و، خو! د غني خان د کلیاتو په لوستو یې د شعر او شاعرۍ سره یارانه لا پخه شوه. ددې وراخوا د پښتو فلکلوري ادب او په تیره بیا افسانو سره یې بیخي جوړه وه، همدا لامل و چې خپلو همزولو ته به یې تل د مینانو او ښاپیریانو کیسې په ډیر زوق او شوق کولې ، هیله من ژوندی ډیر د سړو او تودو ورځو شاهد دی. نوموړي اوس مهال د هیواد کوزه پښتونخوا په شمول ټول هیواد کې ځانګړي مینوال لري. دا ځکه چې نوموړی د شعر لیکلو او ویلو خاص انداز لري او د هیواد په بیلابیلو مشاعرو کې د سټیچ په سر راڅرګندیږي.
د هیله من په وینا د خوښې شاعر یې غني خان بابا دی!